ټولنه

د پکتيکا د دوو ولسواليو اداري تاسيسات ګټې اخستنېتې ته وسپارل شول

کابل /د لیندۍ ۳۰مه /باختر
د پکتيکا ولايت د دوو ولسواليو اداري تاسيسات کټې اخستني ته وسپارل شول.
د را رسېدلوخبرونو له مخې؛ د پکتيکا ولايت د اومنې او چهاربران د ولسواليو اداري تاسيسات هر يو په يو پوړ کې جوړ شوي دي.
د پکتيکا د والي مرستيال مولوي محب الله حماس باختراژانس ته وويل چې دغه تاسيسات د ۱۲ میلیونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
هغه همدا راز وويل چې د دغو اداري تاسيساتو په پرانستلو سره به د پکتيکا خلکوته د خدمتونو د وړاندې کولوبهير ښه شي.
د پکتيکا د والي مرستيال وايي: هلې ځلې کوي يوشمېر نورواداروته چې ودانۍ نه لري نوې ودانۍ جوړې کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته