کابل باختر د ليندۍ څوارلسمه
چارواکي وايي ټولې هغه دولتي ځمکې به بېرته دولتي کوي چې د زورواکو له لورې غصب شوې دي.
دغه څرګندونې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د ارګون ولسوالۍ له مخوروقومي مشرانو سره په کتنه کې وکړې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: د شخړو د حل په موخه یې يوه کمېټه جوړه کړې چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به له نیږدې اوري او هغو ته به د حل لارې چاري ولټوي.
ده دغه راز له ورغليو مشرانو څخه وغوښتل چې د ولایتي ادارې سره دې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي او په خپلو سیمو کې دې د پوهنې د بهیر پیاوړتیا اوبیارغونې پروژو پلې کولو ته ښه زمینه برابره کړي، له هغو څخه څارنه وکړي، نمګړتیاوې يې په ګوته او له ولایتي ادارې سره يې شریکې کړي.
د ارګون ولسوالۍ مخورو قومي مشرانو د پکتیکا له والي محمدالیاس وحدت سره ژمنه وکړه چې د ارګون ولسوالۍ ولسونه له ولایتي ادارې سره په هره برخه کې پوره همکار دي.