امنیت

د پکتيکا والي وستايل شو

ښرنه باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۱ مه
د پکتیکا ولايت والي محمد الياس وحدت د ده د ښو کړنو له امله د دغه ولایت د ولسونو له خوا وستايل شو.
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو د پکتیکا د والي محمدالیاس وحدت کړنې وستایلې او د ویاړ پګړۍ ور په سر کړه.
دوی وایي: وروسته له دې به هغه څوک ستایو چې ولس ته کار کوي، د ولسونو ستونزې اواروي او هغو ته د حل لارې چارې لټوي.
د پکتیکا والي له مشرانو او ځوانانوڅخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولس ملاتړ او همکاري یې نور هم خپل مسؤلیت ته ورپام کوي او دا چاره ورته د کار ډېره انرژي ورکوي.
دی وایي: په ټوله انرژي هڅه کوم د پکتیکا ولسونو ته په هره برخه کې د پام وړ کارونه تر سره کړم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته