روغتیا

په بغلان کې په څه دپاسه دوه سوه نوي زرو تنو دپوليو واکسين تطبيقيږي .

کابل باختر د وري  دريمه :
دپوليو ناروغۍ دواکسين دپسرلنۍ لومړۍ پړاو نن دبغلان په ولايت کې پيل شو .    په دې پړاو کې  څه دپاسه دوه سوه نوي زره تنه ماشومان  چې له پنځو کلونو څخه ښکته  عمر لري دهغه ولايت په سطحه  په دريو ورځو کې واکسين کيږي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا  رياست دډله ئيز معافيت  آمر ډاکتر عبدالرحمن الفت دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پروګرام داته سوه نهه ويشتو دوه کسيزو ټيمونو  په واسطه دهغه ولايت په مرکز او څوارلسو ولسواليو کې دکورپه کور په ډول تطبيقيږي .
ده زياته کړه دپوليو واکسين پرتطبيق سربيره په شرايطو برابرو ماشومانو ته د کولمو دچينجي  ضد تابليتونه  هم  ورکول کيږي ديادونې وړ ده چې په دغه ولايت کې دماشومانو د ګوزن دناروغي مثبته پيښه نشته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته