روغتیا

د پکتیا د روږدو کسانو له روغتون سره د نړيوالې ژغورنې بنسټ مرسته

کابل/ د مرغومي ١٣ مه / باختر:
د نړيوالې ژغورنې بنسټ د پکتیا د روږدو کسانو له روغتون سره د تودولو د وسايلو مرسته وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د سون توکو د کمښت له امله په دغه روغتون کې په نشه يي توکو روږدي کسان له ستونزو سره مخ وو.
د پکتيا د والي مرستيال شيخ عزيز الرحمن منصور د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د نړيوالې ژغورنې بنسټ د معتادينو له روغتون سره د لرګيو او د تودوخې د وسايلو مرسته وکړه.
د دې مرستې ارزښت څه د پاسه یو سلو شپاړس زره افغانی دی.
منصور له مرستنديو بنسټونو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.
| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته