ښوونه او روزنه

د پکتیا له ښوونځیوڅخه سلګونه نجونې فارغې شوې

کابل / د لېندۍ / ۲۳ / باختر
د پکتیا له ښوونځیوڅخه سږکال سلګونه نجونې فارغې شوې.
دغه نجونې زیاترپه ښاري ښوونځيوکې په زده کړې بوختې وې.
د وړاندې شویو شمېرنوله مخې، په روان کال کې په پکتیا کې له ۲۴ لیسوڅخه څه د پاسه ۱۹۰۰ زده کوونکي فارغ شوې چې ۳۵۴ تنه یې نجونې دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغه ولایت کې د نجونود زده کړې بهیر له هيڅ ډول محدودیت پرته دوام لري.
د دغو فارغانولپاره د ګردیزښارپه لوبغالي کې مراسم ترسره شول.
نرګس غفورزۍ له هغو نجونو څخه ده چې له ښوونځي فارغه شوې ده په دغو مراسموکې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د نجونود زده کړې لپاره یوه مناسبه فضا برابره کړي.
په یوشمېرولایتونوکې د نجونو د لیسو په تړولوسره ، نجونې د هېواد په ځینو برخوکې د زده کړو د دوام مجال موندلی دی.
اسلامي امارت وايي چې د نجونو او ښځو د زده کړې او کارمخالف نه دی او اوس د دوی د کارونواو زده کړو د پیلیدولپاره پرلارو چارو کارکوي. ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته