ټولنه

د پکتیکا اومنې ولسوالۍ لپاره ودانۍ رغول کېږي

کابل / د تلې ۱۸ مه / باختر
د پکتیکا اومنې ولسوالۍ لپاره د اوو میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي چې نن یې د رغونې چارې پیل شوې.
د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس وايي چې اسلامي امارت کړو ژمنو ته ژمن دی او د دغه ولایت ټولو هغو محرومو ولسوالیو ولسونو ته به د پوهنې، روغتیا، پرمختګ او بیارغونې په برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي.
په همدې حال کې د اومنې ولسوالۍ ولسونه د ا.ا.ا له نظام خوښ دي چې د لومړي ځل لپاره په یاده ولسوالۍ کې د پرمختګ ډبره ږدي.
دوی له ولایتي ادارې او مرکز څخه غوښتنه کوي چې د اومنې محرومې ولسوالۍ لپاره چې په تېرو دولتونو کې ورته هیڅ کار نه دی شوی، د پوهنې، روغتیا، پرمختګ او پر بیا رغونې سربېره د پاکو اوبو رسونې او لویو لارو جوړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي نظام په راتګ سره د پکتیکا محرومو ولسوالیو ته پاملرنه ډېره شوې ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته