Uncategorized

د ( ځيرک اقتصاد پوه او بريالى مدير) د اثر مخکتنه وشوه

کابل /د کب ١٦/باختر
د (ځيرک اقتصاد پوه او بريالى مدير) اثر چې د عزيز احمد فضلي په همکارى ليکل شوى دى ، د لوګر د والي عبدالقيوم رحيمي ، د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس عبدالرحمن تسل ،د لوګر د اديبانو ، شاعرانو او فرهنکيانو په ګډون په يوه غونډه کې مخکتنه وشوه.
په دې اثر کې ليکوال د هېواد د جمهور رييس محمد اشرف غني د تېرو پنځو کلونوحکومته لنډه کتنه کړې ده او د مدبر مديرپه توګه د هغه فعاليتونه ليکلي دي .
دغه اثر په ١٨٩مخونوکې په زرو ټوکو کې د ( فکرنو) د بنسټ ايښودونکي استاد حبيب الرحمن په همکارۍ چاپ شوى دى .
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وويل چې د دغه کتاب مخکتنه د دغه رياست په همکارۍ د ليکوالانو او اديبانو د هڅونې لپاره وشوه چې خلک د جګړې پرځاى کتاب ته مخه وکړي.
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي په خپلو خبروکې وويل چې د دغه شان اثارو چاپول کولاى شي د خلکو په تېره بيا د ځوانانو دفکر، علم او پوهې په پراختيا کې اغېزمن وي.
د لوګر والي د کتاب محتوا وستايه او ويې ويل چې دغه کتاب د هېواد د جمهور رييس پوه او متفکر شخصيت محمد اشرف غني د کارونو په اړه ليکل شوى دى .
د لوګر والي په فرهنګي اوادبي کارونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته