سیاست

د چارو ادارې لوی رییس: اسلامي امارت له فساده پاک دی او قانون پر ټولو یوشان پلي کېږي

کابل / د سلواغې ۴مه / باختر
د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي په کابل کې د یوناما دفتر د قانون پر تطبیق د څارنې له مسوولې مونیکا مارتینز سره په کتنه کې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت له فساد څخه پاک دی او قانون پر ټولو یوشان پلي کېږي.
په دې کتنه کې د قانون د تطبیق او له فساد سره د مبارزې په تړاو خبرې شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کتنې په پیل کې د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د قانون تطبیق او د فساد له منځه وړل د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي.
هغه څرګنده کړه: په ډاډ سره وایم چې اسلامي امارت له فساد څخه پاک و او پاک دی، قانون له استثنا پرته پر هر چا تطبیق کېږي او د فساد له منځه وړلو ته ژمن یوو.
احمدي زیاته کړه چې د کابینې له لوري د قانون د تطبیق کمېسیونونه جوړ شوي او د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره هم پلاوی ټاکل شوی دی چې د هېچا حق ضایع نه شي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څو میاشتو کې په کوچنیو سرغړونو، یو شمېر کسان له دندو ګوښه شوي او محکمې ته پېژندل شوي دي او د فساد په تړاو د اسلامي امارت زغم صفر دی.
د چارو ادارې لوی رییس د یوناما له مسوولې څخه وغوښتل چې د افغان ولس غږ نړیوالو ته ورسوي، ځکه په خبره یې، له 40 کلونو وروسته په ټول هېواد کې یو واحد نظام حاکم شوی او اسلامي امارت ته فساد، د نشه یي توکو تولید، ګڼ شمېر روږدي کسان او نورې ستونزې په میراث پاتې دي.
په همدې حال کې په کابل کې د یوناما دفتر د قانون پر تطبیق د څارنې مسوولې مونیکا مارتینز وویل: موږ دلته یوو چې د فساد پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو او هڅه کوو چې په اسلامي هېوادونو کې خپل فعالیتونه د اسلامي قوانینو مطابق عیار کړو.
هغې زیاته کړه: موږ د مخکېني حکومت ادارو ته هم له فساد سره د مبارزې سټراټیژي ترتیب او چمتو کړې وه، خو په هغه اندازه چې مو تمه درلوده، عملي نه شوه. اوس وضعیت تغییر کړی او پوه شو چې اسلامي امارت له موږ څه غوښتنه لري.
مارتینز څرګنده کړه: موږ په خپل راتلونکي راپور کې په ډاګه کوو چې د افغانستان اسلامي امارت یو واحد نظام دی، جګړه پای ته رسېدلې ده او اسلامي امارت اوس د فساد پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده او دا چې د فساد په تړاو د اسلامي امارت زغم صفر دی، د ټولې نړۍ لپاره یو ښه بېلګه کېدای شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته