کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني له افغانستان سره د چین د مرسته شویو ۷۰۰ زره ډوزه واکسین په اړه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شويو مراسمو کې وویل: واکسین د ژوند ډالۍ ده او د چین له مرستو مننه کوو.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس په مختلفو په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو په برخه کې له چین سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: د کرونا ویروس د تېرو دوو څپو په پرتله د هېواد د روغتیایي سکتور وضعیت ښه شوی دی. د هېواد پر ډاکټرانو او روغتیایي نظام د خلکو باور زیات شوی او دغه سکتور د جمهوري ریاست بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: افغانانو د کروناویروس د درېو څپو پر مهال خپل ظرفیت او وړتیا ښودلې او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور له کروناویروس سره په مبارزه کې لا زیات دخیل کړي.
په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان له روغتیایي نظام څخه د جمهوررییس د ملاتړ او له چین څخه د کروناویروس د ۷۰۰ زره ډوزه واکسین او د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو د مرستې، مننه وکړه.
همدا راز په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یوو له کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ او د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ یې هیله ښوده چې افغانستان دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي. #
پای/وهاج