ټولنه

د ډاډ ګيرنې اوغمشريکى پيغام

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د ډاډګيرنې اوغمشريکى پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره چې د هېواد قسم خوړلو دښمنانو د روژې په دې مبارکه مياشت کې يوځل بيا ستر او نه بخښوونکي جنايت ترسره کړل ، د کابل ښار په ١٣ ناحيه کې د سيدالشهدا پرښوونځي بريد وکړ چې په پايله کې د ښوونځي په لسګونه تنه زده کوونکي اوزموږ يوشمېر ملکي هېوادوال شهيدان اوټپيان شول.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا دغه وحشيانه عمل په کلکه وغندل او پرښوونځيو او علمي مرکزونو يې بريدونه د ټولو انساني اواسلامي موازينو پرخلاف وباله .
شورا د الله ( ج ) له دربار څخه د دغې پېښې شهيدانوته د فردوس جنت ، ټپيانوته د سملاسي روغتيا اوکورنى اوخپلوانوته يې د جميل صبر هيله کوي او له امنيتي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ښوونځيو د امنيت د تامينولو په خاطر جدي هلې ځلې وکړي اود دغه جنايت عاملين د قانون منګولوته وسپاري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته