کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام .
په ژورې خواشينې سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهېواد يو تکړه جنرال پوهاند بريدجنرال عبدالعزيز عازم دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه په حق ورسيد .
انا لله وانا اليه راجعون
ارواښاد دملي دفاع وزارت له تګړه او مسلکي جنرالانو څخه و ، چې ددغه وزارت په بېلابېلو پستونوکې ښه خدمتونه ترسره کړل .
دوسله وال پوځ په چوکاټ کې دخپل ماموريت په بهير کې زيات نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړ .
بريدجنرال عازم دکابل ، بدخشان او دلغمان دولايتونو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې و ه .
دده مړينه يوه ضايعه ده . دخپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنۍ مراتب دارواښاد کورنۍ ، دوستانو دکابل پتمنو خلکو او دهېواد ټولو وسله والو قواوته څرګندوم او د الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
0 1 دقیقه لوستل