ټولنه

د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

کابل / د وري٣٠مه/ باختر
د فراه د ښځو چارو رياست نن د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو په اړه د پوهاوي پروګرام په دغه ولايت کې جوړ کړ.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ د فراه د ښځو چارو رييسې د دغه ولايت په ټولو ملکي ادارو کې د پوهاوي د دغه پروګرام د ترسره کولو يادونه وکړه او زياته يې کړه، په هره اداره کې د يوې ښځې په ګډون ٣ کارکوونکي د ښځو او ماشومانو له ځورونې سره د مبارزې په کمېټه کې غړيتوب لري.
دهغې د څرګندونو له مخې؛ د ښځو د حقوقو او د ماشومانو د ځورونې په اړه د پوهاوي پروګرامونه د دې سبب شوي دي چې يو زيات شمېر ښځې له خپلو حقوقو خبرې شي او د تاوتريخوالي کچه ټيټه شي.
د دغه پروګرام په پاى کې د ښځو چارو رياست د حقوقي مسئلو يو کارپوه د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو قانون په اړه برخه والوته معلومات ورکړل.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته