ټولنه

د ښځو د چارو وزارت معينه: وجهي صندوق په هېواد کې له سختو خطرونو سره د مخامخو ښځو ملاتړ کوونکى دى .

٩- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
د ښځو د چارو وزارت د وجهي صندوق جوړښت د ملګروملتو سازمان د ښځو له وجهې صندوق سره د مدغم کولو په هدف مشورتي غونډه د ښځو د چاروپه وزارت کې جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د ښځو د چارو وزارت د پاليسۍ اوپلان معينې سپوږمۍ وردګ د وجهي صندوق د هدفونو په بيانولوسره وويل : د دې لپاره چې ښځې زيات پرمختګ وکړي د دې اړتيا ده چې همکار بنسټونه د ښځو د ځان بسياينې په مقصد په بېلابېلو برخوکې کار وکړي.
هغې ټينګاروکړ چې د ښځو د چارو وزارت د وجهي صندوق د مرستوله لارې له هغوښځو سره چې د زيات تاوتريخوالي له امله زيانمن شوي دي په بهر کې د يوشمېر ښځو د درملنې زمينه برابره کړې ده او په همدې مقصد د دغه صندوق د پياوړتيا لپاره اړتيا ده چې همکار بنسټونه او حکومتي مسوولين له دغه صندوق سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
وروسته د ښځو د چارو وزارت د حقوقي قضيو د ارجاع اوڅېړنې آمرې خاطرې ترين په څو وروستيو کلونوکې د وجهي صندوق د هدفونو جوړښت او برياليتوبونو په اړه معلومات ورکړه.
د غونډې پردوام د ملګروملتو د سازمان د ښځو د دفتر د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو د برخې مسوولې سيمين قاسمي د وجهي صندوق د اداري جوړښت په اړه څرګندونې وکړي اوله زيانمنو شويو ښځو سره د مرستې په برخه کې د زياتو همغږيو په رامنځته کولو ټينګاروشو.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته