ټولنه

د ښځو نړيواله ورځ په تخار کې ونمانځل شوه

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د تخار د ښځو چارو رياست په دغه ولايت کې د مارچ اتمه (د ښځو نړيواله ورځ) ونمانځله.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې د والي، امنيه قوماندان، د ملي امنيت د رييس، د ولايتي شورا د غړیو، د ملکي بنسټونو د رييسانو، مدني فعالانو، رسنيو او د تخار د ښځو په ګډون جوړه شوه؛ د تخار د ښځو چارو رييسي ګوهرشاد باور د مارچ د اتمې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: د مارچ اتمه د ښځو لپاره د برابر حقونو او غوره کار او ژوند شرایطو لپاره مبارزه کولو لپاره د یووالي ورځ ده.
باور زیاته کړه: په روان کال کې په دې اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ٢١٩ پېښې ثبت شوې دي او دا ارقام ښیې چې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی دی.
د تخار والي عبدالله قرلق په اسلام کې د ښځو د وضعیت او په ټولنه کې د هغوی د مقام په اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو ستونزو ته رسېدګي او د اسلام په چوکاټ کې د هغوى د اساسي حقونو پوهاوي دي.
همدارنګه د تخار پوهنتون د محصلانو چارو مرستياله کریمه مفرد زاده، د ښځو لپاره د ښځو د دفتر مسوولې ډاکټرې محبوبه دانشي، په تخار کې د سیمه ییزو رسنیو رییس جمشید کندالي د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
غونډه د تمثيلي پارچو او د شعرونو په دکلمې سره پاى ته ورسېده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته