ټولنه

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالى د لمنځه وړلو په خاطر د پوهاوي کمپاين

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړلو لپاره پرون په کندز ولايت کې شپاړلس ورځنى کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين پرون د ښځو، مدني فعالانو او د ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون د دغه ولايت د کنفرانسونو په تالارکې د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو.
د کندز ولايت د ښځو د چارو رييسې نصيبې هولکر د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه کمپاين کې چې شپاړلس ورځې دوام کوي؛ ټولې ښځې او د مدني فعالان غواړي متحدې شي او پرې نږدي چې ښځې له دې زيات له تاوتريخوالي سره مخامخې شي.
دې زياته کړه چې په روان کال کې د ښځو د چارو رياست د کنفرانسونو او دعامه پوهاوي د معلوماتو په وړاندې کولو سره تر يوې زياتې اندازې پورې ښځو ته لارې چارې ښودلې .
هولکر زياته کړه چې د روان کال له پيل څخه ٥١ قضيې په ښځو پورې اړوندې وې چې په دغه رياست کې حل او فصل شوې دي.
په همدې حال کې د کندز والي اسد الله عمرخيل هم خبرې وکړې او د دولت له خوا يې د ښځو د ستونزو او په تېره بيا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړلو په باب د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته