ټولنه

د ښځې نړيواله ورځ په فراه کې ونمانځل شوه

کابل / د کب۱٨/ باختر
د مارچ اتمه د ښځې نړيواله په فراه کې ونمانځل شوه.
د باخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې: په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوې وه د فراه سرپرست احمدشاه محمودي، په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي بلقيس روشن، د ولايتي شورا رييس دادالله قانع او د ملکي بنسټونو رييسانو او ښځو ګډون کړې وو.
په دې غونډه کې د فراه د ښځو چارو رييسې کبرا اعظمي، د مارچ اتمه د ښځې نړيواله ورځ يې د هېواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله او د ښځو د چارو د وزيرې پيغام يې ولوست.
د فراه سرپرست احمدشاه محمودي، د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هیواد کې ټولو ښځو ته په ځانګړي ډول د فراه ښځو ته مبارکي وویله او په اسلام کې د ښځو د مقام او په ټولنه کې د دوی د رول او په بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي برخو کې د ښځو د ګډون په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه سيمه ييزه اداره چمتو ده چې د ښځو په پیاوړتیا او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې همکارۍ وکړي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی، بلقیس روشن، میرمنې په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي چارو کې پياوړى قشر وباله او زیاته یې کړه چې د تېرکال په پرتله د دغه ولايت په ملکي بنسټونو کې د ښځو رول او ګډون ارزښتناک وباله.
د مراسمو په پای کې یو شمېر ښځو د يادې ورځې په ویاړ وینا وکړه او له سیمه ییزې ادارې يې وغوښتل چې د دوی د حقونو په اړه د پوهاوي د لوړولو لپاره سیمینارونه جوړ کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته