خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کابل او د لسو نورو ولايتونو برېښنا پرې شوه

کابل / د زمري ٥ مه / باختر
د برېښنا شرکت مسوولانو په بغلان کې د وارداتې برېښنا مزي د پرې کېدو خبر ورکړ.
نن د بغلان ولايت په کليه ګي سيمه کې د وارداتي برېښنا يو مزى د جګړې له امله پرې شو چې له امله يې د کابل او د وارداتي برېښنا په تګلوري کې د اړوندو ولايتونو وارداتي برېښنا هم پرې شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وياند محمد هاشم سنګر نيازي باخترآژانس ته وويل: د برېښنا دغه مزى د جګړې له امله پرې شوى دى.
د افغانستان برېښنا شرکت تخنيکي کارکوونکي هڅه کوي چې د حالاتو په ښه کېدو سره عارضه بېرته رفع او د دې ولايتونو برېښنا بېرته ونښلوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته