خبرونهاقتصادټولنه

د کابل – جلال آباد لويې لارې د ترمیم او پاکولوکارپای ته ورسېد

کابل / د چنګاښ ۳۰ / باختر

د کابل – جلال آباد لویه لاره ترمیم او پاکه شوه.

د فواید عامې وزارت وايي چې د دوی خدماتي کارکوونکي له خپلو وسایلوسره د دغه سړک ځینې برخې چې د سېلاونو په پایله کې ویجاړې شوې وې ترمیم او پاکې کړې.

د کابل – جلال آباد لویه لاره د هېواد د تګ را تګ له ګڼ مېشتولاروڅخه دى. او د زرګونو مسافر وړونکواو لسګونوتجارتي کاروانونو د تګ را تګ ډګر دی.

د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د سړښت له رسېدوڅخه مخکې د کابل – جلال آباد د لوې لارې د ترمیم او پاکول یو له لاس ته راوړنوڅخه دی.

دغه لویه لاره د سړښت په موسم کې د سړک دځينو برخو د خرابوالي او د سېلاونو او کوچنيو ډبرو د شتون  له امله د موټرو په تګ را تګ کې خنډ کېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته