ټولنه

د کابل – جلال آباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

کابل / د سلواغی / ۲ / باختر
په سروبې سیمه کې د کابل – جلال آباد لویه لاره چې تېره شپه تړل شوې وه نن د وسایطو د تګ را تګ پر مخ پرنیستل شوه.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز باخترآژانس ته وویل چې دغه لاره په سروبي کې د غره ښوېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې د امنیتي منسوبینو د هلو ځلو له امله یاده لار د تګ را تګ پرمخ پرانیستل شوه.
دا په داسې حال کې دی چې د کابل – جلال آباد لویه لاره کله کله د غره د ښوېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي چې ځینې وخت مسافرینو ته د سرزیان هم اوړی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته