کابل باختر د ليندي ديارلسمه
دکابل ولايت دکرنې اواوبولګولو ریاست په نوښت د لومړي ځل لپاره د زعفرانو جشن جوړ او د کابل ولایت بریالیو زعفران کاره کروندګرو څخه ستاینه وشوه.
روان کال د کابل ولایت ۲۵ تنه علاقمنده کروندګرو ته په ټولیز ډول سره د زعفرانو ۶۲۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز او کرنیز بنډلونه ورکړل شوي او دغو کروندګرو ددې ریاست د سیمه ایزو کارمندانو په لارښوونه د زعفرانو یاد پیاز په خپلو کروندو کې کرلي دي. همدا راز د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو څخه په ټولیز ډول ۴۲۰ تنه زعفران کاره کروندګرو د کروندګرو د سیمه ایزو ښوونځیو یا(FFS) په ترڅ کې د روزنیزو پروګرامونو له لارې د زعفرانو د کښت، راټولونې، پروسس او بازارموندې په برخه کې روزنه لیدلې ده.
همدا راز راون کال سربیره پر هغې د زعفرانو ۵ څیړنیزې او رزونیزې قطعې جوړې شوې دې، چې له دې ډلې څخه یې ۳ قظعې د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځي په څیړنیز فارم کې جوړې او ددې پوهنځې د ښوونکو او زده کوونکو لخوا په ګډه ورباندې کار کیږي. اوهمدا راز دوه نورې قطعې یې د ولسوالیو په ترویجي مدیریتونو کې کښت شوي دي او اوس مهال په عملي ډول کار يې دوام لري.
روان کال د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د ۴۶ جریبه ځمکې له مساحت څخه شاوخوا ۱۲ کیلوګرامه زعفران لاسته راغلي دي.
همدا راز د کابل ولایت دکرنې ریاست لخوا د ګلدرې و موسهي ولسوالیو له کروندګرو څخه ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز د مناسب قمیت په ترڅ کې پلورل شوي دي او د دوهم ځل لپاره د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي په څیړنیز او روزنیزو قطعو او ددې ولایت د ولسوالیو د کرنیزو چارو خدمتونو په مدیریتونو کې کښت شوي دي . دا کړنه د کروندګرو څخه د ملاتړ او د زعفرانو کارو کروندګرو د اقتصادي عوایدو د دوامداره لاسته راوړنو په موخه تره سره شوې ده.
په ټولیز ډول سر په کابل ولایت کې ۱۰۴ کروندګر د زعفرانو په کښت بوخت دی او روان کال د تیر کال په پرتله ۷ جریبه زیاته ځمکه د زعفرانو تر پوښښ لاندې راغلې ده.
د زعفرانو د کښت، ساتنې، حاصل اخیستو او پروسس په برخه کې دښخو رول درلودل هم د یادونې وړ دی. شاوخوا ۸۰ سلنه د زعفرانو کار د ښځو لخوا تر سره کیږي او د یوه سالم کار رامنځته کولو ترڅنګ یې د دوی لپاره د یوه ښه عاید زمینه هم ورسره برابره کړې ده.
د یادونې وړه ده، چې په کابل کې له شپږو کلونو څخه را پدیخوا د زعفرانو د بوټې کښت رواج شوی دی او په دې موده کې د کابل کرنې ریاست په دې توانیدلی دی، چې شاوخوا ۳۰ زره کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، ۳۳ جنراتورونه او ۱۰۴ کرنیز بنډلونه او د زعفرانو د وچولو ماشینونه په کروندګرو باندې وویشې. پاى- ع
0 2 دقیقې لوستل