ټولنه

د کابل مزار په لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱تنه ټپیان شوي

کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
د کابل – مزارشریف په لویه لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱تنه ټپیان شوي.
دغه پېښه تېره شپه د دوشي ولسوالۍ د سنګ سوراخ په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو مسافر وړونکو ګړندي موترو له یوبل سره ټکر وکړ.
د بغلان د ترافیکو مسوول قاري نذیرعابد باخترآژانس ته وویل چې په ټپیانو کې درې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
هغه د موټرچلوونکو بې احتیاطي او ګړندیتوب د دغې ترافیکي پېښې اصلي علت وباله.
له بله پلوه د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ د ټپیانو روغتیایي حالت ښه بللی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته