خبرونهامنیت

د کابل په اوومه ناحیه کې د دوو ماینونو د چاودنې مخه ونیول شوه

کابل / دلیندۍ/ ۲/ باختر
پولیسو نن سهار د کابل ښار د اوومې ناحیې د قلعه فتوح په ساحه کې د دوو ماینونو د چاودنې مخه ونیوله .
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل پولیسو دوه ماینونه چې تروریستانو د کابل ښار د اوومې ناحیې د قلعه فتوح د سړک په تګلوري کې ځای پرځای کړي وو مخکې له چاودنې کشف او شنډ کړل .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته