امنیت

په کندزکې د سيمه ييزوپوليسود يوه قوماندان او د پنځوتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

 کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٧  :
په کندزولايت کې پنځه تنه وسله وال طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يوقوماندان
ووژل شول.
دغه جګړه چې تيره شپه ناوخته په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځته شوه دپنځو تنو وسله والو طالبانو په ګډون اته  تنه نور ټپيان شول.
جګړه دسيمه ييزو پوليسودسرتيرو په پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوه .
په کندز ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  :  په دې جګړه کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
ده په دې جګړه کې د يوه سيمه ييز قوماندان وژل کيدل تائيدکړ او ويې ويل :  چې  په دې جګړه کې درې تنه نور سرتيري هم  ټپيان  شوي دي.
ويل کيږي  چې وسله والو طالبانو له  ځاني تلفاتو  وروسته   وتښتيدل.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته