ښوونه او روزنه

د کابل پولي تخنيک پوهنتون خبرتيا

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د کابل پولي تخنيک پوهنتون د خپل ساختماني پوهنځي په ښار جوړولو ديپارتمنت کې په (28-A90-A3-080-03-007) کوډ سره يو بست کې د ډاکټر، ماسټر او يا ليسانس په سويه او د کمپيوټر ساينس پوهنځي په IS)) یا معلوماتي سيستمونو په ديپارتمنت کې په (28-90-A3-081-02-009 ) کوډ سره د ډاکټر، ماسټر او يا ليسانس په سويه يوبست کې علمي کادر ته اړتيا لري
په شرايطو برابر مينه وال د خبرتيا د خپرېدو له نيټې څخه د روان کال د غويي تر ٢٤ مې پورې، د خپل شموليت غوښتنليکونو پړاوونه د کابل پولي تخنيک پوهنتون رياست له لارې بشپړ کړي او د ترانسکريپت له نمرو او د تابعيت له تذکرې سره د پوهنتون ادارې ته ورشي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته