ښوونه او روزنه

د کابل پولي تخنيک پوهنتون خبرتيا

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د کابل پولي تخنيک پوهنتون د خپل الکتروميخانيکي پوهنځي د عالي رياضياتو په ديپارتمنت کې په (28-90-A3-077-5-003) کوډ سره يو بست کې د ډاکټر او يا ماسټر او د ساختماني پوهنځي د ترسيمي هندسې او تخنيکي رسم په ديپارتمنت کې په (28-90-A3-080-03-002) کوډ سره يوبست کې د ډاکټر او يا ماسټر په سويه علمي کادر ته اړتيا لري.
په شرايطو برابر مينه وال کولای شي د خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د روان کال د غبرګولي تر ۹ مې پورې، د خپل شموليت غوښتنليکونو پړاوونه د کابل پولي تخنيک پوهنتون رياست له لارې بشپړ کړي او د ترانسکريپت له نمرو او د تابعيت له تذکرې سره د پوهنتون ادارې ته ورشي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته