خبرونهښوونه او روزنه

د کابل ښار د غوره ښوونکو کارونه وستايل شول

٥٦- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د پوهنې وزارت د کابل ښار د ښوونځيو د څلورو تنوممتازو ښوونکو کارونه نن د مډآل او د ستاين ليکونو په ورکولو سره قدرداني وکړه .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د تعليمي حوزو او د کابل ښار د ښوونځيو د يوشمېرمسوولينو او يو شمېر ښوونکوپه ګډون پرځاى شول د کابل ښار د پوهنې رييس ډاکتر ضميرګوارا په خپلو خبرو کې په قدردانى سره د ښوونکو د کارونو يادونه وکړه .
هغه مکافات او مجازات په دولتي بنسټونو کې اداري اصول وباله اوويې ويل چې ځانګړي موظفه کمېټه له دقيقو څېړنو وروسته د کابل ښار د ښوونځيو څلورتنه ښوونکي د غوره ښوونکوپه توګه وپېژندل .
ډاکتر ګوارا د کابل ښار د ښوونځيو د ټولو ښوونکو هلې ځلې چې له ستونزو سره سره د هېواد د بچيانو د روزنې په لاره کې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کوي يادونه او له هغوى يې مننه وکړه .
د مراسمو په پاى کې د استقلال د ليسې ښوونکى محمد فشان ته د ميربچه خان مډال ،د عايشې دراني د ليسې ښوونکې فريبا ته لومړى درجه ستاين ليک، د دوغ اباد د ليسې ښوونکي محمد جواد ته دويمه درجه ستاين ليک او د قلعه بختيار د ليسې ښوونکې ملالي ته دريمه درجه ستاين ليک ورکړل شو.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته