خبرونهامنیت

د کابل ښار په لسمه ناحيه کې چاودنه وشوه

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د کابل ښار په لسمه ناحيه کې نن د ماين په چاودنه کې د يو پرادو موټر چلوونکى ټپي شو .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل نن سهار په اوو بجو او پنځه ديرشو دقيقو د لسمې ناحيې د اريا ښارګوټي په دريم فاز کې په يو پرادو موټر د ماين چاودنه وشوه چې د موټرچلوونکى ټپي شو .
هغه ونه ويل چې دغه موټر په چا پورې مربوط و . په وروستيو اوونيوکې په کابل او د هېواد په يوشمېر نورو ولايتونو کې د مقناطيسي ماينونو چاودنې اوهدفمندې وژنې زياتې شوي دي.
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته