اقتصادTOP

د کابینې پرېکړه: هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاري موادو واردول په مطلق ډول بند دي

کابل / د مرغومي ٢١مه / باختر
د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د وزارتونو او مستقلو ادارو د مسوولینو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه او پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع د بودجوي کال ټاکل او د مالیې وزارت له خوا د ضمیمه بودجې د طرحې ارزول وو.
د کابینې د پرېکړې پر اساس، د هجري لمریز کال له (جدي) څخه د بودجوي کال پیلېدل لغو او د کال د لومړۍ میاشتې (حمل) له لومړۍ نېټې څخه د نوي بودجوي کال پیلېدل تصویب شول.
دغه راز کابینې د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د پاتې درېو میاشتو (جدي، دلو او حوت) لپاره د مالیې وزارت له خوا د ضمیمه بودجې چمتو شوې طرحه له کوم ادلون بدلون پرته تصویب کړه. له څو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد بودجه له بهرنیو مرستو ‍پرته د داخلي امکاناتو پر اساس جوړېږي.
د کابینې غونډې ټینګار وکړ چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاري موادو واردول په مطلق ډول ممنوع دي او که له دې وروسته هرچا غیر معیاري مواد افغانستان ته وارد کړي، له سخت چلند سره به مخ شي.
په همدې حال کې په تجارتي بندرونو کې د تېلو د ټانکرونو د تجمع او بې کیفیته موادو د واردولو د ستونزې د ښې څېړنې او حل لپاره لوړرتبه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې سوداګریزو بندرونو ته سفر وکړي.
دغه راز د کابینې غونډې ته د تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون کاري راپور او د ځینو ادارو په اړه شوې پرېکړې وړاندې شوې چې تر معمولي بدلون وروسته تصویب شوې.
د کابینې په غونډه کې پر نورو مسایلو هم خبرې وشوې او لازمې پرېکړې وشوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته