سیاستخبرونهامنیت

د کابینې په غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې

کابل/ د سلواغې ۶مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهوررئیس غني په مرکز او ولایتونو کې هدفمند تروریستي بریدونه په ځانګړي ډول په کابل ښار کې پر دوو ښځینه قاضیانو تروریستي برید وغانده او د دوی کورنیو ته یې د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل وې ویل، د عدلي او قضايي ارګانونو د شهیدانو کورنۍ باید دا ډاډ ولري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو د کورنیو په څېر ورته رسېدګي کېږي. وروسته د هیواد جمهوررئیس د کابینې په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر حمیدالله فاروقي د ګډون مننه وکړه او د استرالیا، کاناډا او ناروي هیوادونو لومړي وزیرانو او د ناټو سازمان سرمنشي سره یې د خپلو خبرو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د سولې مذاکراتو بهیر او د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو له ساتنې یې د بین المللي ټولنې د ملاتړ قدرداني وکړه. جمهوررئیس همداراز له تروریستي ډلو سره د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې د اړیکو او نه اړیکو، د تاوتریخوالي پر کمولو او د افغانستان اسلامي جمهوريت سره د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو پرمانالرونکي ګډون تمرکز او د سولې بهیر د یوې برخې په توګه د افغان ښځو، رسنیو او ټولو ډلو په ګډون د لږکیو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ په موخه له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د تفاهم لیک د بیا کتنې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د نوي منتخب جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار دڅرګندونو هرکلی وکړ. په همدې ترتیب جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د بین المللي ټولنې د مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو د دوام په موخه یې د دفاعي قانون د تصویب په اړه د امریکا د کانګرس د پرېکړې هرکلی وکړ. جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت له قول اردوګانو څخه د خپلو لیدنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ژمي او راتلونکي پسرلي کې د دښمن د بریدونو د دفع او شنډولو په برخه کې هراړخیز چمتووالی لري. وروسته والیانو او د کابینې غړو د جمهوریت نظام د پیاوړتیا په موخه د سرتاسري استحکام، اتحاد او د خلکو د انسجام په خاطر د واحد لیدلوري او دریځ پر ایجاد ټینګار وکړ. کابینې همداراز ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام د پیل او پرمخ وړلو په موخه د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مننه وکړه. همدارنګه د کوریدور د ایجاد او د هرات-خواف نه تر استانبول پورې د اورګاډي پټلۍ د پراختیا په خاطر یې په ترکیه کې د افغانستان د سفیر د هڅو قدرداني او د دغو هڅو د بریا هیله وکړه. همدغه راز د کابینې غونډې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې چارو د انسجام ریاست څخه د کابینې د مصوبو د دندو د تحقق او دوامداره څارنې او د کابینې (د ۱۳۹۹ کال له ۱۶ څخه تر ۲۵ ګڼې) مصوبو د تحقق څرنګوالي په اړه د یاد ریاست د وړاندیزونو او د تائید راپور په خاطر مننه وکړه، ټول وزارتونه او دولتي ادارې یې د کابینې د مصوبو د وظایفو د راپور ورکولو او تحقق بهیر د چټکتیا په موخه موظف کړل. د کابینې د غونډې په پای کې د ناافشا شویو صنعتي او سوداګریزو معلوماتو د ملاتړ مقررې طرحه، د توکو او خدمتونو د سوداګریزو اعلانونو د تنظیم مقررې طرحه او په فاریاب، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د کوید-۱۹ ناروغۍ پر ضد د هراړخیز ځواب ویلو پروژې لپاره د (۱۵۰۰،۰۰۰) ډالرو مرستې د منظورۍ په خاطر چې OFDA/USAID یې تمویلوي د اقتصاد وزارت غوښتنه تصویب شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته