کابل /د سلواغې ١٦ مه /باختر
د کار او ټولنيزوچارو وزير په جوزجان کې د دغه وزارت اړوندې ادارې وکتلې .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ د کار اوټولنيزو چارو وزيربشير احمد ته ينج پرون په شبرغان ښار کې د اړوندو برخو عمومي حالت د څېړنې په مقصد دغه څانګې وکتلې .
د کار او ټولنيزو چارو وزير د جوزجان له والي سره له کتنې وروسته په شبرغان ښار کې د دغه ولايت روزنتون ، د فني او حرفوي زده کړو مرکز او وړکتون وکوټ او ماشومانوته يې سوغاتونه ورکړل .
د جوزجان والي د کار او ټولنيزو چارو له وزير څخه وغوښتل چې د دغه وزارت د کار اوټولنيزو چارو رياست د ودانيو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي .
ختم – ج_ ا