اقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډای هېواد دی

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په کتنه کې، افغانستان د کانونو له پلوه یو بډای هېواد وباله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: په تېرو ۴۳ کلونو کې افغانستان ملي حاکمیت نه درلود، خو له څو لسیزو راپدېخوا لومړی ځل دی چې افغانستان یو واحد حکومت لري چې پر ټول هېواد پوره حاکمیت لري.
دلاور زیاته کړه: افغانستان د معدنیاتو په برخه کې یو بډای هېواد دی، نو په دې اساس د کانونو په را ایستلو کې د سیمې له هېوادونو سره د ملي منافعو په رڼا کې تعامل ته چمتو یوو.
دغه راز د پاکستان سفیر هم د کانونو په برخه کې د همکارۍ او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د کانونو د را ایستلو په تخنیکي برخه کې یې د بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه.
هغه همدارنګه پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لوریو پر زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته