خبرونهامنیتټولنه

د کاپيسا خلکو د امنيت د ټینګښت هرکلى وکړ

کابل / د وږي ۷مه / باختر

د کاپيسا خلکو په وروستيو ورځو کې په خپلو سيمو کې د امنيت د تامينولو په هرکلي سره، د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي او د وزګارتيا پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا خلک د خوراکي توکو د بيو پر لوړوالي شکايت کوي او د افغانستان اسلامي امارت له مسوولينو څخه غواړي چې د خوراکي توکو بيې ډېر ژر کنټرول کړي او وزګارو کسانو ته د کار پيداکولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

هغوى په  وروستيو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا د کاپيسا تر بشپړ نيولو وروسته، په خپلو سيمو کې د امنيت د تامينولو په هرکلي سره وايي: که څه هم د ناامنيو او وسله والو غلاوو له پلوه د دوى اندېښنې لرې شوې دي، خو د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي او د کار د نشتوالي له پلوه شکايت کوي.

د ده باباعلي بازار هټیوال بريالى وايي چې د خوراکي توکو د بيو لوړوالي له يوې خوا او د پلورنې بازار نشتوالي له بله پلوه د دوى کارو بار خراب کړى دى.

له بله پلوه قاري ګل رحمان له افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي چې له امنيت وروسته د کاري فرصتونو برابرول د ټولنې يوه مهمه اړتيا ده. بايد په دې لاره کې به هم تصميم ونيول شي چې په هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته