خبرونهامنیت

د کاپيسا د ولايتي شورا رييس له بريد څخه روغ ووت

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس نن سهار په دغه ولايت کې له يووسله وال بريد څخه روغ رمټ پاتې شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا د ولايتي شورا رييس محمد حسين سنجني رسنيو ته وويل چې وسله والو کسانو د دغه ولايت د کوهستان د دويمې برخې ولسوالۍ په خم روباه سيمه کې د د ده د سپرلۍ پر موتر بريد وکړ.
ويل کېږي په دغه بريد کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
امنيتي مسوولينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته