امنیت

د کاپيسا پوليسو يو افسر په پروان کې شهيد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون مازيګر د کاپيسا د پوليسو يو افسر د پروان په مرکز کې شهيد کړ.
د پروان پوليسو يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د پوليسو دغه افسر د چاريکارو ښار په دولانه سيمه کې خپل کورته د تلو په وخت کې شهيد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې ناپېژاندو وسله والو کسانو تېرماښام يو تن وواژه او يو بل يې ټپي کړ.
د پروان پوليس وايي چې د دغو پېښو د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته