امنیت

د کاپیسا اوسېدونکو په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې پيل کړې

کابل / د وږي ۳ مه / باختر
په کاپیسا کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې خلک په عادي ډول د ډاډمن امنیت په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې او دوی هڅه کوي چې لا نورې اسانتیاووې هم ورته برابرې کړي.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هېڅ کومه امنیتي پېښه او ستونزه نه ده رامنځته شوې.
هغه خلک ته ډاډ ورکړ چې امنیت به بشپړ ډول تامین شوی او دوی کولای شي چې خپل عادي ژوند پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کاپیسا کې ملکي او دولتي ادارو بیا ځل خپل فعالیت پیل کړی دی.
/////

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته