فرهنګ

د کب د نهمې (د سرتېري ملي ورځې) په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر پيغام

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د کب د نهمې (د سرتېري ملي ورځې) په مناسبت د خپلو ښو او صمیمانه مبارکیو مراتب د هېواد د اتل وسله وال پوځ ټولو زړورو سرتېرو او افسرانو ته څرګندوم او د افغانستان د آزادۍ، خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، سولې او د خلکو د آرامۍ د دفاع ټولو رښتینو شهیدانو پاک او بریمن روح ته دعا کوم.
زموږ سرتېري په ډېرو سختو شرایطو کې د جمهوریت د ارزښتونو د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، په اتلولي سره جنګېږي او حماسې جوړوي.
زموږ د زړورو سرتېرو اتلولۍ او سرښندنې د هېواد ټولو ځوانانو ته د الهام او الګو سرچینه ده او موږ ټول د هېواد پر وسله والو ځواکونو، سرتېرو او افسرانو ویاړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سږکال د سرتېري ملي ورځې د درناوي په خاطر بېلابېل فرهنګي پروګرامونه ترلاس لاندې لري. یو له دغو پروګرامونو څخه د “سرتېري فلم” جشن جوړول دي چې پکې زیات فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او د ژوري پلاوي له ارزونې وروسته غوره فلمونو ته جایزې ورکول کېږي.
د دغه جشن د جوړولو موخه له یوې خوا د سرتېري ملي ورځې درناوی دی او له بله پلوه د فلم او سینمایي هنر په چوکاټ کې د سرتېرو د مېړانو او اتلوالیو رانغاړل او تلپاتي کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي اړخ کې تل د هېواد د وطنپالو سرتېرو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی غوڅ ملاتړ کوي.
یو ځل بیا د سرتېري ویاړلې ورځ دې د افغانستان سرتېرو، افسرانو او ټولو خلکو ته مبارک وي.
پای-ع -ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته