ټولنه

د کجکي برېښنا بند د بيارغاونې چارې د بشپړېدو په حال کې دي

کابل /د لیندۍ ۳۰مه /باختر
د هلمند د کجکې برېښنا بند د ګټې اخستنې په درشل کې دى.
دغه بند به تر راتلونکو دريو مياشتو پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
يوه ترکي کمپنۍ د کجکي د بريښناد بند د جوړولومسوولیت لري.
ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې ٣٣مېګا واټه برېښنا توليد شي؛ خو د درېو توربينونو له درولو وروسته د دغه بند د برېښنا د توليد کچه سلوميګاواټو ته رسيږي.
دغه بند د هيرمند د سيند د پاسه جوړ شوى دى او ټاکل شوې ده د لسګونو توليدي فابريکو ترڅنګ د هلمند او د هغه ګاونډيو ولايتونو زرګونوکورنيو ته برېښنا ورکړي.
له بل پلوه د دغه بند د لارې زرګونه جريبه ځمکه خړوبېږي.
د کجکي د بریښنا بند له بيارغاونې د مسوولې ترکي کمپنۍ يوچارواکي د رييس الوزرا له مرستيال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وويل چې د دغه بند د بيارغاونې کار څه د پاسه٩٠ سلنه پرمخ تللى دى.
په دې کتنه کې حنفي د کيفيت په پام کې نيولوسره د کجکي د برېښنا بند د بيارغاونې بهير پرګړنديتوب ټينګاروکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته