اقتصاد

د کرنې وزارت د مرکزي حلقې مسوول د پنجشېر د کرنې ریاست کارونه وارزول

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي حلقې مسوول شیخ عبیدالله حقاني د پنجشېر د کرنې ریاست له مسوولینو سره په کتنه کې، د دغه ریاست کارونه وارزول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې شیخ عبیدالله حقاني د پنجشېر د کرنې له مسوول څخه وغوښتل چې خپل کار ته دوام ورکړي او د دغه ریاست کارکوونکې دې بېرته خپلو دندو ته را وغـواړي.
حقاني ټینګار وکړ چې د پنجشېر له خلکو سره د غونډو په جوړولو سره، د کرنې په اړه د افغانستان اسلامي امارت پالیسي ورته څرګنده کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته