اقتصاد

د کرنې وزارت معین: د هر هېواد د خلکو آزادي، سیاسي خپلواکي او اقتصاد په کرنې پورې تړلی دی

کابل / د لیندۍ ۱۳مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي شمس الدین شریعتي، د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د ځنګلونو د غيرقانوني پرې کولو او د لرګيو د قاچاقو پر مخنيوی ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د کونړ ولایت مرستیال مولوي عبدالله حقاني او د دغه ولایت ولسوالانو او رییسانو ګډون لاره، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین، د ځنګلونو د غیرقانوني پرې کولو او د هغو د قاچاقو د مخنیوي د طرحې په اړه معلومات ورکړل.
شریعتي وویل: د هر هېواد د خلکو آزادي، سیاسي خپلواکي او اقتصاد په کرنې پورې تړلی دی، که دې مهمې برخې ته پاملرنه وشي، د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون راځي او هېواد د ځان بسياينې پر لور ځي.
هغه ځنګلونه د هېواد ملي شتمني وبلله او څرګنده يې وکړه چې د هرې ټولنې هيله له کرنې سره تړلې ده، چې ځنګلونه يې يوه برخه ده.
په همدې حال کې د کونړ مرستیال والي، د کونړ د ځنګلونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو د غيرقانوني پرې کولو او د لرګيو د قاچاقو د مخنيوی لپاره به هڅې وکړي.
کونړ له هغو ولایتونو څخه دی چې د هېواد زیات ځنګلي سیمې په کې موقعیت لري.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته