اقتصاد

د کرنې وزارت په فراه کې د ميوې بڼونه جوړ کړي دي

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د کليوالي کرنې د ودې او پراختيا پروژه په فراه کې په ١٢٤٧ جريبه ځمکه کې د ميوې بڼونه جوړ کړي دي .
د کرنې او اوبو لګولو وزارت يو خبرځاى باختراژانس ته وويل په دغوبڼونوکې چې د فراه ولايت د پشترود او خاک سفيد په ولسواليوکې جوړ شوي دي د انارو،انګورو، شفتالو،آلو، عنابو،ناکو او د بادامو نيالګي اېښودل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کليوالي کرنې او پرختيا د ودې د پروژې له لارې د بڼوالى ٢٦٢بستې د فراه په بنوالو ويشل شوي دي اوبڼوالوته د مميزو ٣٠ خونې هم جوړې شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته