خبرونهروغتیا

د کرونا د ازمايښت بيه له ٤٥٠٠ افغانۍ څخه ٣٥٠٠ افغانيو ته کمښت موندلې دى

٢٦- کابل /د مرغومي ١٠مه /باختر
د عامې روغتيا وزير احمدجواد عثماني د کرونا ويروس د تشخيص په اړه د فيس د ټاکنې په باب وويل: د کرونا ويروس د ازمايښت د لګښتي توکو د بيې د کمښت په پام کې نيولو سره هغو خصوصي روغتونونوته چې د کرونا د تست د ازمايښت اجازه لري نوي بيه ټاکل ده .
دغه بيه له ٤٥٠٠ افغانۍ څخه ٣٥٠٠ افغانيو ته کمښت موندلې دى .
هغه وويل: هغه خصوصي روغتيايي مرکزونوته چې د کرونا ويروس د تشخيصولو د فعاليت اجازه لري د هر پي سي ار د معاينې لپاره ٣٥٠٠ افغانى فيس ټاکلى دى .
د عامې روغتيا وزيرله هغو خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه چې د کرونا ويروس د تشخيصولو اجازه لري غواړي چې د ټاکلې لايحې له مخې له ناروغانوڅخه فيس واخلي اوزياتې پيسې وانه خلي .
د خصوصي روغتيايي مرکزونوله خوا د فيس په اخيستلو کې د سرغړونې په صورت کې له هغوى سره به قانوني چلند وشي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته