روغتیا

د کرونا واکسین عادلانه وېش

– کابل/ د کب ۶مه/ باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني پرون په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر په رسمي ډول پرانیست. په هغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، جمهوررییس د واکسینو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
هند له افغانستان سره د کرونا واکسینو مرسته وکړه. دا واکسین څه موده وړاندې افغانستان ته رسېدلي وو؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان لا د دغو واکسینو د تطبیق اجازه نه وه صادره کړې؛ نو ځکه یې د تطبیق بهیر یو څه وځنډېد. پرون دا بهیر پيل شو.
د کرونا واکسین په تطبیق کې نړیواله تجربه شته او د نړۍ ګڼو هېوادونو د خپلو لومړیتوبونو په رڼا کې د کرونا واکسین د تطبیق لپاره خلک پر څو ډلو وېشلي دي: هغوی چې باید تر ټولو لومړی دا واکسین ورته تطبیق شي، هغوی چې په دویم او درېم پړاو کې دي. افغانستان هم خپل لومړیتوبونه ټاکلي دي. د جمهوررییس له لارښوونې سره سم د کرونا واکسین لومړی ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارکوونکو، د ملي امنیتي ځواکونو اړوندانو او همدارنګه د رسنیو کارکوونکیو ته تطبیق کېږي او بیا به نورو خلکو ته. دغه راز ډلبندي ډېره منطقي او پرځای ده. ډاکټران او نورروغتیایي کارکوونکي چې له ناروغانو سره نېغه اړیکه لري او باید د هغوی درملنه وکړي، تر ټولو مستحق دي. دوی باید لومړی د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ولري او دا ویره او اندېښنه ورسره نه وي چې له ناروغه د کرونا ویروس واخلي. همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو اړوندان چې د خلکو د ژوند، پت اوعزت او د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ دفاع کوي او په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او سرونه یې په لاس کې نیولي دي، باید د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ولري. د رسنیو کارکوونکي هم له خلکو سره په اړیکه کې دي او د کرونا په ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
اوس دوه ټکي ډېر مهم دي: لومړی دا چې دغه راز عادلانه وېش باید دوام ومومي. هېڅوک باید دا کوښښ ونه کړي چې په زور دا ترتیب شوی نظم مات کړي او بې نوبته د واکسین د ترلاسه کولو کوښښ وکړي. د جمهورررییس هدایت او سپارښتنه په دې برخه کې جدي ده او د عامې روغتیا وزارت او همدارنګه نورې اړوندې ادارې مکلفې دي چې دا نظم رعایت کړي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې له خپل موقفه او یا زوره د دغه نظم د ګډوډولو لپاره ناوړه ګټه واخلي.
دویم مهم ټکی دا دی چې د ټول ملت روغتیامهمه ده. ټول افغانان باید د کرونا واکسین ته لاسرسی ولري. په دې برخه کې څومسالې دي چې باید روښانه کړای شي: لومړۍ مساله دا ده چې موږ باید یو روښانه او هراړخیز انځور ولرو چې څومره واکسین موږ ته د روغتیا نړیوال سازمان او نور دوست هېوادونه راکوي. دا باید موږ ښه روښانه کړو. په دې برخه کې پراخ دیپلوماتیک کار ته اړتیا ده. هم له روغتیا نړیوال سازمان سره باید کاروشي او هم له نورو هغو هېوادونو سره چې دا واکسین تولیدوي او همدارنګه له نورو شتمنو هېوادونو سره چې د کرونا واکسین نه تولیدوي؛ خو پیسې لري او کولای شي له نوروهېوادونو یې د افغانستان لپاره واخلي.
دویمه مساله دا ده که مرستندویان ( هېوادونه او د روغتیا نړیوال سازمان) افغانستان ته د اړتیا وړ ټول واکسین نه شي برابرولی؛ نو بیا دا د افغانستان د حکومت دنده او مسوولیت دی چې باید واکسین له معتبرو کمپنیو وپېري او هېواد ته یې راوړي. درېمه مساله د واکسینو د پېرلو لپاره د پيسو برابرول دي چې باید حکومت یې لارې چارې ولټوي.
پاى-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته