خبرونهروغتیارپوټونه

د کرونا په اړه نوې اندېښنې

کابل/ د وري ۱۳مه/ باختر

د کرونا په اړه اندېښنې بیا په ډېرېدو دي. په څو وروستیو ورځو کې پرکرونا             د اخته  کېدا پېښې ډېرې شوي دي. د باختر آژانس مفسر دغو اندېښنو ته کتنه کړېده او لیکي: په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا نوې څپه ډېره خطرنانکه بلل شوېده. فرانسې پرون بشپړ قرنطین نافذ کړ او ښوونځي یې هم رخصت کړل. په افغانستان کې هم په وروستیو څو ورځو کې د کرونا پېښې مخ په ډېرېدو دي. داسې ویل کېږي چې د کرونا نوی ډول افغانستان ته هم رارسېدلی دی. دا ډول یې ډېرچټک دی او ژر

خپرېږي. په دغه راز حالت کې څه باید وشي؟

تر هر څه وړاندې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر باید ګړندی شي. حکومت باید له نړیوالو سازمانونو لکه روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او همدارنګه هغو هېوادونو سره چې د کرونا واکسین تولیدوي، خبرې وکړي او د افغانستان لپاره د اړتیا وړ واکسینو په برابرولو کې ترې مرسته وغواړي. دغه راز حکومت دې له خپلې بودجې هم په دې برخه کې یو څه امکانات برابر کړي.

په دویم ګام کې مهمه خبره دا ده چې موږ یو ځل بیا د وقایې تدابیرغښتلي او جدي کړو. له بده مرغه موږ په دې برخه کې جدي ستونزې لرو. خلکو لا هغه مهال چې کرونا ښه په زور کې وه، هم دغه راز تدابیرو ته ارزښت نه ورکاوه. که به ورته وویل شول چې  د روغبړ پر مهال یو بل ته لاس مه ورکوئ، واټن رعایت کړئ، یو بل غېږ کې مه نیسئ، روي ماچي مه کوئ او نور؛ نو دوی به ملنډې وهلې او دغه راز روغتیایي سپارښتنې یې هسې یوه ډرامه بلله. هغه مهال چې کرونا ښه په زور کې وه، د خپلوانو تګ راتګ، مېلمستیاوې او مېلې هم ښه په درز کې روانې وې.

دا باید ومنو چې پر نورو ګڼو عواملو سربېره، د خلکو بې غورۍ د کرونا په خپرېدا کې ستر نقش ولوباو. اوس هم ورته حالت ته دی. خلکو داسې ګڼلې چې کرونا نوره نشته او دوی اړ نه دي روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي. دغه راز بې پروا چلند په حقیقت کې له خپل ژوند او روغتیا سره لوبې دي. حکومت د ملت د روغتیا او سلامتیا مسوولیت لري. منو چې خلک بې غوري کوي او روغتیایي سپارښتنې نه رعایتوي، حکومت مکلف دی چې په لومړي ګام کې خلکو ته د کرونا ګواښ یو ځل بیا ښه تشریح کړي او په دویم ګام کې هغوی اړکړي چې روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي. له بده مرغه په افغاني ټولنه کې  د دموکراسۍ په اړه یو ناوړه ذهنیت رامنځ ته شوی دی او هغه دا چې خلک فکر کوي دموکراسي یانی مطلقه آزادي او خپلسري. دوی ګڼي چې څوک حق نه لري یو نفر مجبور کړي ماسک وکاروي. دغه راز ذهنیت له پیله تر پایه ناسم دی. دموکراسي، خپلسري نه ده، دموکراسي مطلقه آزادي نه ده. دلته که د کوم چا د ناسم چلند له امله ټولنه زیان مومي او د نورو حقوق تر پښتو لاندې کېږي؛ نو حکومت مکلف دی چې مخه یې ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د دموکراسۍ تر نامه لاندې نورو ته زیان ورسوي.

د کرونا پرخلاف د مبارزې په برخه کې هم ورته چلند ته اړتیا ده. کابینې پرېکړه کړې وه چې دولتي مامورین دې د کار پرمهال ماسکونه وکاروي؛ خو له بده مرغه دا پرېکړه په بشپړه توګه عملي نه شوه. د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې د ماسک کارول اړین او ضروري دي. همدارنګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هم جدي تدابیرو ته اړتیا ده. زموږ په اندې د کرونا د نوي څپې په پيل کېدو سره، یو خل بیا دغې مهمې موضوع ته د جدي پاملرنې اړتیا ده.

ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته