ټولنه

د کشم – فيض آباد سړک د زياتې ويجاړتيا په حال کې دى

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
د بدخشان ولايت يوشمېر اوسيدونکي وايي چې د کشم – فيض آباد سړک دځينو برخو ويجاړتيا چې څه د پاڅه سل کيلومتره اوږدوالې لرې، زياتې ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړې دي.
دغه سړک دڅه دپاڅه يوولسو مترو په سور د امريکا د نړيوالې پرمختيا د ادارې په مرسته دڅه دپاسه يوسلو شلو ميلونو ډالرو په لګښت بيارغاول شوى او پوخ دى او دهيواد له لومړۍ درجه سړکونو څخه بلل کيږي.
د دغه سړک د بيارغاونې او پخولوکار چې دوه کاله دوام وکړ، اوس د بدخشان ولايت يوشمېر اوسيدونکو د سيلاونو له امله دهغه دبيا ويجاړيدو له امله انديښنه څرګنده کړې ده او د فوايدې عامې په رياست ددغه سړک دساتنې او څارنې په برخه کې دنه پاملرنې تورلګوي.
دبدخشان ولايت دمرکز فيض آباد دښار اوسيدونکي او د يومسافر وړونکي بس موټر چلوونکى باختر آژانس ته وويل: موټر چلوونکي خوشحاله و چې ددغه سړک په پخيدو سره درې ورځني سفر يونيم ساعتونوته لنډ شو او خلک کولاى شي په ارامى سره تګ راتګ وکړي، خو د سړک بيا ويجاړيدل دهغو د انديښنې سبب شوې دي.
يوبل موټر چلوونکى شکرالله باختر آژانس ته وويل: د سړک په ځينو زيان منونکو سيمو کې د ډبرې دغورځيدو دمخنيوي په خاطر خنډونه درول شوي و چې د وخت په تيرېدو سره له منځه تللي دي اوله بله پلوه سيلاوونو ددغه سړک ځينې برخې ويجاړې کړې دي. او آن ددغه سړک ځينو برخو درز پيدا کړى دى.
شکرالله زياته کړه: کله ناکله داسې رامنځته کيږي چې سړک د ستر وړ ډبرو غورځيدو په علت د څو ساعتونو لپاره تړل کيږي او د ترافيکو دګډودى سبب کيږي.
دغه موتر چلوونکى زياته کړه: که چيرې مسوول مقامات ددغه سړک د ساتنې لپاره کوم کارونه کړي، ډير ژر دهغه نور ې برخې هم ويجاړيږي او په مليونونو ډالرو چې پکې لګول شوې دي؛ بې ځايه ځي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته