فرهنګتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کلتوري دودونو پالل

۳۴- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون یلدا شپه ونمانځله. د دغې شپې په ویاړ یوه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه. د غونډې فضا د یو تاریخي کلتوري دود د پاللو تکل رنګینه کړې وه.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د څلې شپه، چې یلدا هم نومېږي، په افغاني کلتوري او ادبي روایتونو کې خورا اوږده مخینه لري. یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه ده. سږکال د دغې شپې یوه ستره ځانګړنه دا ده چې دا د روانې لمریزې پېړۍ وروستۍ یلدا شپه وه؛ نو ځکه یې نمانځنه باید پرتمینه وای او همداسې وشول. غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رابللې وه او د غونډې فضا، کلتوري وه او د یو تاریخي روایت ښکارندویي یې کوله. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر غونډې ته په وینا کې د افغاني ټولنې د فرهنګي ارزښتونو پر احیا او پراختیا ټینګار وکړ.
که موږ د ټولنپېژندنې له اړخه افغاني ټولنې ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو ګورو چې افغاني ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده. دلته دودونو او رواجونو دومره ژورې ریښې غځولې دي چې اوس یې یوه بشپړه ارزښتي ټولګه رامنځ ته کړې ده. دودونه د هرې ټولنې د کلتور یوه برخه ده او کلتور بیا د ټولنې او د هغې د وګړیو د هویت او پېژندا محور دی. له بده مرغه د افغاني ټولنې کلتور په تېرو ۴۰ کلونو کې د ډول ډول سیاسي، ټولنیزو او پوځي بدلونونو ښکار شو. افغاني ټولنه له یو هراړخیز ژور بحران سره لاس او ګرېوان شوه او د دغه بحران یوه ناوړه پایله دا شوه چې زموږ کلتوري ارزښتونه سخت زیانمن شول. د دغو ارزښتونو ځای داسې څه ونیو چې هغه نه زموږ له ملي ارزښتونو سره اړخ لګوي او نه هم زموږ له معنوي ارزښتونو سره. د بېلګې په توګه افغاني ټولنه له پېړیو راهیسې د صبر او زغم ټولنه وه، د یو بل د منلو ټولنه وه او یو بل ته د درناوي ټولنه وه. دلته تعصب ځای نه لاره، کرکه نه وه، افراط نه پالل کېده؛ بلکې دا د اعتدال ټولنه وه او خلک یې هم منځ لاري وو. خلکو د شخړو د حل لپاره خپلې دودیزې لارې درلودې، خپل وطني میکانیزمونه یې لرل. جرګې د ستونزو په حل کې خورا ګټورې او اغېزمنې وې. خلکو له یو بل سره مرسته کوله، ډله ییز کارونه ترسره کېدل او هېچا کوښښ نه کاوه چې د خپل ټولنیز مسوولیت پېټی د بل پر اوږو کېږدي.
اوس له بده مرغه موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یوو. د دغو ستونزو د حل لارې موږ باید په خپل افغاني کلتور کې ولټوو، په خپل تاریخ کې یې ولټوو او په خپلو رواجونو او دودونو کې یې ولټوو. دې موخې ته د رسېدو لپاره موږ اړتیا لرو چې خپل کلتوري ارزښتونه بېرته راژوندي کړو، وده او پراختیا ورکړو.
ښایي د یلدا شپې نمانځنه یو سمبولیک ګام وي؛ خو ډېر پرځای ګام ځکه دی چې دا موږ د افغاني ټولنې د کلتوري ارزښتونو را ژوندي کولو ته ځیر کوي. موږ باید کوښښ وکړو چې له خپلو کلتوري ارزښتونو په تېره بیا له هغو ارزښتونو سره چې هېر شوي دي او یا پيکه شوي دي، مسوولانه چلند وکړو، هغه راژوندي کړو او ښه یې وپالو. موږ باید کوښښ وکړو د ټولو راولاړوشویو ستونزو د حل لپاره خپلو کلتوري ارزښتونو سره برابره حل لاره ومومو.
تجربو دا ښودلې ده هره هغه پرېکړه د تطبیق وړتیا لري چې هغه د ټولنې او خلکو له کلتور سره برابره وي. له دې پرته هېڅ پرېکړه په هېڅ ډول ټولنه کې او په تېره بیا افغاني ټولنه کې تطبیق کېدای نه شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته