ورزش

د کلنګار د پيروزى واليبال ټيم، د ازادى او د نظام د ملاتړدجام اتل شو

– کابل /دتلي ٢٠مه /باختر
د ازادى او د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ په نامه د واليبال په سياليو کې د لوګرد کلنګار د پيروزي ټيم د خوشحال د واليبال ټيم ته په ماتې ورکولو سره اتلوالي وګټله.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو د چارو لوى مديرانجنير محمد کاظم ابراهيم زاده باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د لوګر د ځوانانو چارو د مديريت په همکارى د ٣٢ ټيمونو ترمنځ د واليبال د ودې ، د ازادى د نمانځنې اوله اسلامي امارت څخه د ځوانانود ملاتړ په مقصد د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ په ورزشي ډګرکې پيل شوې وې ، چې لس ورځې يې دوام وکړ.
هغه زياته کړه په دې سياليو کې د کلنګار د پيروزى ټيم لومړى مقام اود خوشحال د واليبال ټيم دويم مقام وګاټه.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ پخوانى رييس مولوي محمد صادق جان عاکف چې د جايزو د ويشلو په مراسموکې ګډون کړې و د ځوانانو په پيوستون او ښوونې او روزنې ټينګاروکړ.
هغه ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ورزش اود ورزشکارنو د پرمختګ بشپړ ملاتړکوي.
له بله پلوه د لوګر د کلنګار د پيروژى ټيم لوبغاړى لطف الله عزيزي د دغه شان سياليو د ترسره کولو قدرداني وکړه او ويې ويل چې ځوانان بايد د بېلابېلو ورزشي څانګو له لارې د هېواد د امنيت او ارامى پيغام نړيوالو ته ورسوي.
د دغوسياليو په پاى کې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو مدير د دغو سياليو ګټونکو ټيمونوته جايزې اوسوغاتونه ورکړل .
د يادونې وړ ده چې تېره مياشت هم د لوګر ورزشي آمريت د ورزش د ودې اود ازادي د نمانځنې په خاطر د شپږو غوره ټيمونوترمنځ د واليبال سيالى ترسره کړې وې.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته