ټولنهTOP

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یونېسف ادارې کارونه او فعالیتونه وستایل

کابل / د سلواغې ۳مه / باختر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخنــدزاده نن په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونېسف) له استازو سره په کتنه کې د دغې ادارې کارونه او فعالیتونه وستایل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هېواد په کلیو او بانډو کې د څښاک اوبو، حفظ ‌الصحې او پاکوالي (واش) پروګرام د تطبیق په اړه خبرې وشوې.
د کتنې په پیل کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا سرپرست، په افغانستان کې د یونېسف ادارې روان کارونه او فعالیتونه وستایل او څرګنده یې کړه چې اوس افغانان د پخوا په نسبت زیاتې ستونزې لري، ځکه ګڼو نړیوالو ادارو خپلې چارې درولې دي، خو یوازې یونېسف اداره ده چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ملا محمد یونس اخنــدزاده ټینګار وکړ چې پروژې باید په ډېر شفاف ډول او هغو ساحو کې تطبیق شي چې زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي.
اخندزاده زیاته کړه چې د پروژو د پیسو د ورکړې ستونزې د هوارۍ په اړه له مرکزي بانک سره یې خبرې کړې دي چې او څرګنده یې کړه چې دوی هڅې کوي د افغانانو لپاره د کار زمینې برابرې شي.
په همدې حال کې د یونېسف ادارې د (واش) برخې مسوول هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې دغه اداره پلان لري په افغانستان کې خپل فعالیتونه د پخوا په نسبت زیات کړي چې ډېرو خلکو ته د څښاک اوبو او حفظ ‌الصحې آسانتیاوې برابرې شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته