ټولنه

د کندزد وروستۍ پېښې د شهيدانو ورثې خوراکې توکي ترلاسه کوي

کابل / د تلې٢٥مه / باختر:
د ايران سره مياشت د کندز د وروستۍ پېښې د شهيدانو کورنيو سره خوراکي اولګښتې توکي مرسته وکړه، دغه مرسته پرون کندز ته ولېږدول شوه.
د کندز د سرې مياشتې رييس خدابخش نظري د باخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل:
د ايران د سرې مياشتې ادارې په مرسته شويو خوراکې او لګښتې توکو کې ٢٠زره کيلو ګرامه بوره، ٢٠ زره کيلوګرامه وريجې او زرتختې شړۍ شاملې دي چې د کندز د سيدآباد جومات د پېښې پرشهيدان او ټپيانو ويشل کېږي.
د کندز د سرې مياشتې رييس د ايران د سرې مياشتې د مرستې له امله د منني ترڅنګ له نورو مرستندويو موسسو څخه وغوښتل ترڅو له اړو کورنيو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې تېره جمعه د کندز د سيدآباد د جامع جومات پرلمونځ کوونکو د يو ځانمرګي بريد له امله ٤٦ لمونځ کوونکي ووژل شول او څه د پاسه ١٥٠ تنه نور ټپيان شول.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته