ټولنه

د کندز خلکو د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ملاتړاعلام کړ

کابل /د لړم ٢مه /باختر
د کندز خلکو پرون په يوه غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د کندز هوټل په تالار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو قومونو او قبايلو د وزارت سرپرست مولوي نور الله نوري د کندز ولايت د معاونيت سرپرست مولوي محمد شاکرسعد د کندز د اطلاعاتواوفرهنګ رييس قاري مطيع الله روحاني، د دولتي ادارو يوشمېر مسوولينو د کندز ولايت په سلګونو تنو خلکو ديني عالمانواوقومي مشرانواومخورو پکې ګډون کړې و.
دغونډې په پيل کې د کندز ولايت د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي نصر الله خبرې وکړې د امريکا د اشغال په وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدينو ميړانې اوسرښندنې وستايلې او د کندز له خلکو يې وغوښتل چې د اسلامي شريعت له مخې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
غلام حيرت فاريابي د قومي مخورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل دخوښى اوخوشحالى ځاى دى چې د افغانستان په اسلامي امارت کې ديني عالمان دي اوهغوى به دِ ښې حکومتوالى په برخه کې بريالي وي.
هغه د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل چې د کرنې سوداګرى او د پوهنې پرمختيا او پياوړتيا ته پاملرنه وکړي او د دغو بنسټونو د ودې او پياوړتيا په لاره کې د کندز له خلکوسره همکاري وکړي.
په دې غونده کې د کندز ولايت مرستيال مولوي محمدشاکر سعد د خان اباد بندر د سيداباد پرجامع جومات د تروريستي بريد د شهيدانو روح ته دعا وکړه .اوپه دې غونډه کې د سرحدونو قومونو او قبايلو وزارت د سرپرست له ګډون څخه مننه وکړه .
هغه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونوبشپړ وتل اوماتې د خلکو او د اسلامي امارت د محاهدينو د قربانيو او سرښندنو حاصل وباله او د هغوى د سرښندنو قدرداني وکړه.
دغونډې په پاى کې د سرحدونو،، قومونو او قبايلو د وزارت سرپرست مولوي نور الله نوري لومړى د دغې غونډې له جوړونکومننه وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدينو برياليتوب يې په تېرو ٢٠ کلونوکې د خلکواو د اسلامي امارت د مجاهدينو ستر برياليتوب وباله .
نوري زياته کړه، په تېرحکومت کې د بشر د حقوق په ګډون د خلکو ټول شتمنى تر پښولاندې شوې وه اوس چې د اسلامي امارت مجاهدين پرافغانستان بشپړه واکمنى ترلاسه کړې ده د اسلامي شريعت په چوکا ټ کې به د افغانستان د خلکوټول حقه حقوق وڅېړل شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته